۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-05-05 پنج‌شنبه
له ازبکستان سره په ټرانسپورټي مسايلو انلاین غونډه ترسره شوه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د نړيوال واټ ټرانسپورټ د اسانتياوو رئيس يار محمد رمضان په مشرۍ د ازبکستان هيواد د ټرانسپورټ مسٶلينو سره انلاين غونډه ترسره شوه.په ياده پرلیکه غونډه کې چې د دواړو هيوادونو د سوداګرۍ او ماليې وزارتونو استازو هم ګډون کړى و، د ټرانسپورټي او ټرانزيټي اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه خبرې اترې وشوې او د يادو مسايلو په تړاو په دوه اړخيزه همکارۍ ټينګار وشو.​