۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1403-09-26 دوشنبه
هرات ولایت کې د نړیوال مسافروړونکي ترمینل جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

هرات ولایت کې د نړیوال مسافروړونکي ترمینل جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اړوند ګذرې ولسوالۍ کې د معیاري نړیوال مسافروړونکي ترمینل جوړېدو چارې له پلان سره سم پر مخ روانې دي، چې اوس مهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

دغه ترمینل کې د مسافرو او موټر چلوونکو لپاره هر ډول اسانتیاوې په پام کې نیول شوې، چې له نړیوالو معیارونو سره سم به د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د شاوخوا ۱۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

د پروژې ګټې:

  • اقتصادي وده: د ترمینل جوړیدل به د سیمه ییزو کاروبارونو لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي.
  • د ترانسپورت اسانتیا: مسافرین به د ټرانسپورټ په برخه کې ډیرې اسانتیاوې ولري.