له ترکمنستاني چارواکو سره د ټرانسپورټي چارو د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې. د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري د اسلامي امارت ګډ پلاوي سره مل د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو څخه د لیدنې پرمهال د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره افغان موټر چلوونکو ته د وېزو د ورکړې پروسې ساده کولو او ټرانسپورټي اسانتیاوو را منځ ته کولو په تړاو خبرې وکړې. د یادې لېدنې پرمهال هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو تخنیکي هیئت به راتلونکې میاشت په کابل کې د یادو موضو عاتو په تړاو ناسته وکړي.
د دې خبرو اترو پلي کیدل به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانسپورتي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.