۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-04-25 یکشنبه
د باروړونکو موټرو له مالکانو سره ليدنه ترسره شوه

نن (يکشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د نړيوال واټ ټرانسپورټ د اسانتياوو رئیس يارمحمد رمضان په مشرۍ د وزارت په تالار کې د يو شمېر بار وړونکو موټرو له مالکانو سره ليدنه ترسره شوه.
 په دغه ليدنه کې دټرانسپورټي مساٸلو او په دغه برخه کې د اسانتياوو سربېره ، ځينې ګاونډيو هيوادونو سره د تجارتي اموالو په ښه توګه د انتقال په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې ورته د پوره اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړل شو.