۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-03-21 یکشنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر ترسره کړ.

الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت له چارواکو او د ټرانسپورټ اړوند مسئولينو سره ليدنې ترسره کړې، د مسافروړونکواو باروړونکو موټرو له ترمينل او هډې او همدارنګه له ون سټاپ شاپ څخه يې له نږدې ليدنه وکړه د موټرچلوونکو او د ټرانسپورټي شرکتونو د استازو ستونزې او مشکلات يې واوريدل او وليدل شول او د حل کېدو ژمنه يې ورسره وکړه.