۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1403-10-03 دوشنبه
د ننګرهار ولایت رېکشاوو د تنظیم لپاره توافق‌نامه لاسلیک شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت رېکشاوو د تنظیم لپاره د جوړې شوې طرحې پلي کولو په موخه، د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست او بابا رېڪشا چلونې ټرانسپورټي شرکت ترمنځ توافق‌نامه لاسلیک شوه، چې په اساس به يې نوموړی شرکت په شپږو میاشتو کې د ننګرهار ولایت رېکشاوو د مسیرونو نیازسنجي کوي، رېکشاوو ته به د ټرانسپورټي اسنادو وېش ترسره کوي او رېکشاوې به په ځانګړو لینونو کې تنظیموي.

ګټې:

  • د رېکشاوو تنظیم: د رېکشاوو د تنظیم له لارې به د خلکو د سفر کیفیت او امنیت زیات شي.
  • د اقتصادي ودې ملاتړ: د رېکشاوو د ښه تنظیم سره، د کارموندنې فرصتونه زیاتېږي او د محلي اقتصاد وده کوي.
  • د عامه ترانسپورت ښه والی: د رېکشاوو د ځانګړو لینونو په ټاکلو سره، د عامه ترانسپورت سیستم نظم او ترتیب لا ښه کېږي.