۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-04-01 پنج‌شنبه
د څارنې او ارزونې رياست هیئت نيمروز ولايت ته سفر تر سره کړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د څارنې او ارزونې رياست هیئت نيمزوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د ټرانسپورټي چارو، هډو، بندرونو او د زرنج هوايي ډګر څخه ليدنه او د ياد ولايت د لويو مسافروړونکو بسونو د کرايې کنټرول او څارنه ترسره کړه.
د دې تر څنګ يې د دې ولايت د واټ ټرانسپورټ د رياست استازو ته د عوايدي سرچينو د پراختيا او کنټرول په برخه کې د ظرفيت لوړنې يو ورځنی سمينار هم وړاندې کړ.