۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-05-05 پنج‌شنبه
د باميانو ولايت له ټرانسپورټي چاروڅخه ليدنه وشوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه ولايت له والي او د ټرانسپورټ اړوند چارواکو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د ياد ولايت دټرانسپورټ له مسٶلينو سره  د ټرانسپورټي مسايلو په تړاوخبرې اترې وشوې.
 او همداراز  په دغه سفرکې د باميانو ولايت له هډو او نورو ټرانسپورټي چارو څخه هم ليدنه وشوه، 
ښاغلي حيدري د ټرانسپورټي چارو دلاښه والي په موخه د يادولايت دټرانسپورټ مسٶلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 ديادونې وړده، چې د نورو ولايتونو په څېر د دې ولايت له اداري کارکوونکو څخه هم د بشري سرچېنو د رٸيس له لورې د چارو د ارزونې او غوره والي په موخه ازموينه واخېستل شوه.