په هرات ولایت کې د بینالولایتي باروړونکي ترمینل څخه لیدنه وشوه. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د بینالولایتي باروړونکي ترمینل رونډ نوبت پلي کېدو او همدا راز نوي نړیوال مسافروړونکي ترمینل جوړېدو چارو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا سمون په موخه اړوند مسئولینو ته اړینې لارښوونې وشوې.
د دې پروژو پلي کیدل به د هرات ولایت د ټرانسپورټي نظام په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.