د ټرانسپورټي قوانینو او معاهداتو رئیس یارمحمد رمضان په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو د استازو په ګډون د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د لاجوردو لارې دهلېز فعالولو لپاره د طرحې جوړولو په تړاو ناسته وشوه.
د لاجوردو لاره یوه سوداګریزه او ټرانسپورټي لاره ده، چې د افغانستان له آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پېل د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان څخه په تېرېدو ترکیې او اروپا ته لاره پيدا کوي.
د طرحې دقیق جزئیات به په راتلونکو ورځو کې ترتیب شي، او د اړوندو وزارتونو ترمنځ همغږي به زیاتېږي. همدارنګه، د نړیوالو همکارانو سره هم مشورې او توافقات به ترسره شي.
د لاجوردو لارې دهلېز فعالول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام دی، چې د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخه کې به د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي.