د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي د خپلو سفرونو په لړ کې نن کندهار ولايت ته سفر ترسره کړ، هلته يې له ځايي چارواکو سره په ټرانسپورټي
مسائلو خبرې وکړې او ترڅنګ يې په سپين بولدک کې د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو له هډو څخه له نږدې لېدنه وکړه.