إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
د کابل-کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې په ترڅ کې، چې دوه ورځې مخکې رامنځته شوې، یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یادې خواشینوونکې پېښې ټولو شهيدانو او ټپيانو له کورنیو سره په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼي او د الله (ج) د لوی دربار څخه ټپیانو ته عاجله شفاء او شهیدانو ته د جنت الفردوس د غوښتنې دعا کوي.
همداراز، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دېته ژمن دی چې دمربوطه ارګانونو سره په تفاهم لاډېر کار وکړي، ترڅو د داسې پېښو د مخنيوي په اړه لازم اقدامات تر سره کړي.
د یادوني وړده چی د کابل-کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښو په اړه، چې دوه ورځې مخکې رامنځته شوې وه، الحاج ملا عبدالسلام حیدری، د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت معین، د وزارت داخله معین او د ترافیک عمومی ریاست نماینده سره یوځای د یوې اضطراري غونډې په ترڅ کې د کابل-کندهار په لویه لاره کې د ترافیکي پېښو او نورو پیښو په اړه بحث وشو او د کنترول څرنګوالی په اړه ټول اړخیزې خبرې وشوې.
د دې دوو ترافیکي پېښو له امله د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت لخوا د دوو ترانسپورتي شرکتونو فعالیتونه تعلیق شوي وو او یو ګډ تخنیکي ټیم د پېښې د څیړنې لپاره د پېښې ځای ته استول شوی و.