۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-04-22 پنج‌شنبه
د مرکزي زون مسافر وړونکو شرکتونو له استازو او موټر چلوونکو سره ليدنه تر سره شوه

د مرکزي زون مسافر وړونکو شرکتونو له استازو او موټر چلوونکو سره ليدنه تر سره شوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده د مرکزي زون ولايتونو د مسافروړونکو شرکتونو له استازو او موټرچلوونکو سره په لېدنه کې د دوی ستونزې واوريدې، د همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه او دوی يې خپلو چارو کې ښه والي او معيار ته راوبلل.

1402-04-22 پنج‌شنبه
د هوايي چلند په برخه کې دشفافيت او اسانتياوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عملياتي معين کپتان غلام جيلاني وفا په مشرۍ چې د هوايي ډګرونو عمومي رئیس الحاج عبدالستار غروال او د هوايي چلند برخې نورو رئیسانو هم پکې ګډون کړى و، غونډه وشوه.
په ياده غونډه کې د تدارکاتو او ځمکني خدمتونو (ګراونډ هنډلینګ) اړوند برخو کې د شفافيت او چارو کې د چټکتيا رامنځته کولو په موخه ځينې پرېکړې وشوې.

1402-04-22 پنج‌شنبه
د هوايي ډګرونو څخه د ګډې ګټې اخيستنې په موخه غونډه ترسره شوه.

 نن (چارشنبه) د عالي قدر امير المؤمنين حفظه الله د حکم او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده د لارښوونې پر اساس غونډه وشوه ـ
 په ياده غونډه کې  ددغه وزارت د معينانو، رئیسانو او همدارنګه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د هوایي ځواک او سرحدي پوليسو استازو هم پکې ګډون کړى و.
په دغه غونډه کې د هوايي ډګرونو څخه د ګډې ګټې اخيستنې او همدارنګه د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د تفکيک، تقسيم ، د حدودو معلومولو او نورو هوايي ډګر اړوند مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه او پريکړې وشوې ـ