د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د پکتیا ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ د څه کم نهه ميلیونه افغانیو په لګښت سره جوړېږي، چې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي. د يادولو وړ ده، چې د يادې ودانۍ چارې درې میاشتې وړاندې پيل شوې چې د ۱۵ اداري خونو په درلودلو سره په دریو پوړونو کې جوړېږي.