د ټرانسپورټ او هوايی چلند وزارت د کندوز ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لورې د شیرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې د یوه جومات، د پاکو اوبو رسولو سیسټم او د ترمینل احاطوي دیوال جوړولو چارې پیل شوې. یاده پروژه چې د اتو میلیونه افغانيو په لګښت سره پلې کېږي، نن یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته وشوه، چې په بشپړېدو سره به یې موټرچلوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.