۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-10-13 چهارشنبه
د فاریاب د واټ ټرانسپورټ اداري ودانۍ رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د فاریاب ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ چې د نږدې لس ميلیونه افغانیو په لګښت سره رغول کېږي، کارونه یې په چټکۍ سره روان دي. د يادولو وړ ده، چې د يادې ودانۍ چارې دوه میاشتې وړاندې پيل شوې چې د پینځلسو اداري خونو په درلودلو سره په دریو پوړونو کې جوړېږي.