د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانې د بیا رغونې پروژه چې چارې یې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت سره بشپړه شوه. په دغه پروژه کې د یادې ودانې بشپړه رنګمالي، د الکترونیکي دروازو، اوبو او برق سیسټمونو فعالول او همداراز د نورو ویجاړ شویو برخو بیا رغونه شامل وه.