۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-10-20 چهارشنبه
کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا نن سه شنبه د یوې غونډې په ترڅ کې چې مالي او اداري معین، عملياتي مسؤل، د هوايي ډګرونو لوی رئیس او د کابل نړیوال هوايي ډګر لوی رئیس گډون درلود د کورنیو الوتنو مسافرو لپاره جوړه شوې بزنس خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او پر دې سربیره د یاد هوايي ډګر عمومي دروازې په نوې بڼه جوړولو چارې پیل شوې. همداراز د هوايي ډګر ټولو برخو ته د نوري فایبر له لارې انټرنېټ رسولو په موخه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رئیس سره هوکړه لیک لاسلیک شو.