د غزني ولایت د واټ ټرانسپورت تنظیم ریاست لخوا د بار وړونکو موټرو لپاره نوی جوړ شوی ترمینل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په یاد ترمینل کې چې د باروړونکو موټرو د رونډ نوبت په موخه جوړ شوی، باروړونکي موټر به نورو ولایتونو ته په نوبت ډول بارونه لېږدوي او منظم ټرانسپورټي فعالیت به ترسره کېږي.