تاریخ اغاز : 1402-05-08 تاریخ ختم :1402-05-29
د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۱ او ۲) فقرې له مخې په عمومي ډول خبر ورکول کېږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په پام کې لري چې د پکتيا ولايت د واټ ټرانسپورټ د تنظیم رياست اداري ودانۍ د جوړونې پروژې قرارداد چې تشخصيه شمېره يې (MOTA/1402/NCB/W-01) ده، د ميلاد سبحان ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره يې (36948) ده او د کابل د اتمې ناحيې اړوند د بګراميو په قلعه وزير سړک کې موقعيت لري، په (8,863,663.9) اته ميليونه، اته سوه دريشپيته زره شپږسوه دريشپيته اشاريه نهه افغانۍ ورکړل شوی دی، هغه حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولی شي چې د خپرې شوې نېټې څخه تر ۷ ورځو پورې دې خپل اعتراض په ليکلي بڼه، د دلایلو سره د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رياست ته وسپاري.