تاریخ اغاز : 1402-07-01 تاریخ ختم :1402-07-23
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت شرایط وړ داوطلبانو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اړتيا وړ وسايلو په پروژه کې چې د داوطلبۍ شمېره يېMOTA/1402/NCB/G-09REBID) ) ده، د ګډون بلنه ورکوي. غوښتونکي د دې پروژې اړوند شرطپاڼه په مستقيمه توګه له ياد وزارت څخه په سافټ بڼه د حافظې او فلش ډیسک په واسطه ترلاسه کولای شي او په شرطپاڼې کې د ذکر شویو شرایطو، قانون او طرزالعمل سره سم خپل وړانديزونه د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر 21 ورځو پورې د کابل په انصاري واټ کې، ملي راډيو تلويوزيون ته څېرمه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د تدارکاتو رياست د تدارکاتو امريت ته سپارلی شي. هغه وړانديزونه چې ناوخته او يا هم د انټرنېټ له لارې سپارل کېږي، نه منل کېږي او د بانکي وړانديز تضمين د شرطپاڼې له اصولو سره سم اخيستل.