تاریخ اغاز : 1402-05-16 تاریخ ختم :1402-06-06
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت شرایط وړ داوطلبانو ته د کارت چاپولو او الکټرونيکي کارتونو د پرينټرونو په پروژه کې چې د داوطلبۍ شمېره يې (MOTA/1402/NCB/G-06) ده، د ګډون بلنه ورکوي. غوښتونکي د دې پروژې اړوند شرطپاڼه په مستقيمه توګه له ياد وزارت څخه په سافټ بڼه د حافظې او فلش ډیسک په واسطه ترلاسه کولای شي او په شرطپاڼې کې د ذکر شویو شرایطو، قانون او طرزالعمل سره سم خپل وړانديزونه د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر 21 ورځو پورې د کابل په انصاري واټ کې، ملي راډيو تلويوزيون ته څېرمه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د تدارکاتو رياست د تدارکاتو امريت ته سپارلی شي. هغه وړانديزونه چې ناوخته او يا هم د انټرنېټ له لارې سپارل کېږي، نه منل کېږي او د بانکي وړانديز تضمين د شرطپاڼې له اصولو سره سم اخيستل.