۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-05-12 پنج‌شنبه

تاریخ اغاز : 1402-05-11
تاریخ ختم :‌1402-06-02

د خوست هوايي ډګر د ځغاستليکې په شاوخوا کې د کيندنې او ډکونې پروژه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت شرایط وړ داوطلبانو ته د خوست هوايي ډګر د ځغاستليکې په شاوخوا کې د کيدنې او ډکونې په پروژه کې چې د واطلبۍ شمېره يې (MOTA/1402/NCB/W-23) ده، د ګډون بلنه ورکوي.
غوښتونکي د دې پروژې اړوند شرطپاڼه په مستقيمه توګه له ياد وزارت څخه په سافټ بڼه د حافظې او فلش ډیسک له لارې ترلاسه کولی شي او په شرطپاڼې کې د ذکر شویو شرایطو، قانون او طرزالعمل سره سم خپل وړانديزونه د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر 21 ورځو پورې د کابل په انصاري واټ کې، ملي راډيو تلويوزيون ته څېرمه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د تدارکاتو رياست د تدارکاتو امريت ته سپارلی شي. 
هغه وړانديزونه چې ناوخته او يا هم د انټرنېټ له لارې سپارل کېږي، نه منل کېږي او د بانکي وړانديز تضمين د شرطپاڼې له اصولو سره سم اخيستل کېږي.

ضمیموي اسناد :