۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-05-08 یکشنبه

تاریخ اغاز : 1402-05-07
تاریخ ختم :‌1402-05-28

د داوطلبۍ خبرتیا!

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت شرایط وړ داوطلبانو ته د کابل نړیوال هوایی ډګر د الوتکو د لارښود دستګاه سړک ( DVOR ) د قير کېدو او کانکریټ د ترمیم پروژه چي د داوطلبۍ شميره يې (MOTA/1402/NCB/W-30) ده، د ګډون بلنه ورکوي او د دې پروژې اړوند شرطنامه په مستقيمه توګه له ياد وزارت څخه په سافټ بڼه د حافظې او فلش ډیسک له لارې ترلاسه کولی شي. له دې وروسته په شرطپاڼې کې د ذکر شویو شرایطو، قانون او طرزالعمل سره سم خپل افرونه د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر 21 ورځو پورې د کابل په انصاري واټ کې، ملي راډيو تلويوزيون ته څېرمه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د تدارکاتو رياست د تدارکاتو امريت ته سپارلی شي. هغه غوښتنې/افرونه چې ناوخته يا هم د انټرنېټ له لارې سپارل کېږي، د منلو نه دي او د شرطپاڼې له اصولو سره سم بانکي افر تضمين هم اخيستل کېږي.

ضمیموي اسناد :