تاریخ اغاز : 1402-05-18 تاریخ ختم :1402-06-08
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت شرایط وړ داوطلبانو ته د بدخشان ولايت د فيض اباد هوايي ډګر د ځغاستليکې د بيا رغونې په پروژه کې چې د داوطلبۍ شمېره يې (MOTA/1402/NCB/W-21) ده، د ګډون بلنه ورکوي. غوښتونکي د دې پروژې اړوند شرطپاڼه په مستقيمه توګه له ياد وزارت څخه په سافټ بڼه د حافظې او فلش ډیسک په واسطه ترلاسه کولای شي او په شرطپاڼې کې د ذکر شویو شرایطو، قانون او طرزالعمل سره سم خپل وړانديزونه د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر 21 ورځو پورې د کابل په انصاري واټ کې، ملي راډيو تلويوزيون ته څېرمه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د تدارکاتو رياست د تدارکاتو امريت ته سپارلی شي. هغه وړانديزونه چې ناوخته او يا هم د انټرنېټ له لارې سپارل کېږي، نه منل کېږي او د بانکي وړانديز تضمين د شرطپاڼې له اصولو سره سم اخيستل کېږي.