مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډگر

هوايي ډگرونه د يوه هېواد د پرمختگ، نړیوالو اړيکو ،سوداگریزو فعاليتونو او سیاحت د پراختیا لپاره حياتي رول لري. د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم نړیوال هوايي ډگر، چې د افغانستان په شمال کې موقعيت لري، د سیمې لپاره یوه مهمه هوايي دروازه بلل کېږي. دا هوايي ډگر هم په کور دننه او هم له نړيوالو ښارونو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې مهم رول لوبوي او د يوه هېواد د هوایي چلند پرمختگ یوه روښانه بېلگه ده.

تاریخچه او جوړښت 

د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډگر چې د بلخ ولايت د شادیان په سيمه کې موقعيت لري، په لومړيو کې د مزارشريف هوايي ډگر په نوم پېژندل کېده چې په خامه ډول جوړ شوی و، یاد هوايي ډگر په ۱۳۴۲ د جوړېدو پلان جوړ او د امريکا متحده ايالاتو د اقتصادي او تخنيکي همکاریو د پراختيايي پروژې برخه وگرځيد، چې په دې کې د دوه زره مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په پلنوالي پخه ځغاستلیکه، د الوتکو لپاره پوخ تم ځای د منځنۍ کچې ترمینل او د څار برج د اور وژنې او هوا پېژندنې مرکزونه د الوتکو لپاره د سون توکو کوچنی زیرمتون د VHF و HF ډول مخابراتي وسايلو نصب او فعالول، د الوتکو لارښود لپاره د NDB ډول وسايلو نصب او فعالول او د اوبو ، برېښنا او كانالیزاسیون سیسټمونو برابرول او نورې چارې شاملې وې. د دغه هوايي ډگر د جوړېدو چارې په  ۱۳۴۴ل کال کې بشپړې شوې او وروسته د هوايي ډگر کارکوونکو لپاره اته فاميلي كورونه هم پکې جوړ شول. په ١٣٥٨ل کال کې د یاد هوايي ډگر ځغاستليكه ٦٠٠ متره لوېديځ لور ته اوږده شوه او د پخې ځغاستليکې ټول اوږدوالی ۲٦٠٠ مترو ته ورسېد ، چې د بوینگ (۷۲۷) ډوله او نور معادلو الوتکو لپاره چمتو شو. د هغه وخت د دولت د پراختیایي پلانونو له مخې په ١٣٦٦ل کال کې د دغه هوايي ډگر د لا پرمختگ چارې پیل شوې او په ١٣٦٧ کال کې د ټکسوې جوړولو کار پیل شو او خفاستلیكه ٦٠٠ متره نوره هم ختيځ لور ته وغځول شوه چې د ځغاستليکې او ټکسوې ټول اوږدوالی ۳۲۰۰ متره ته ورسېد او په دې سره یاد هوايي ډگر د اريانا هوايي شرکت د (TU-154) او ورته معادلو الوتکو لپاره مناسب وگڼل شو او د راتلونکو پلانونو له مخې د يوه نړیوال هوايي ډگر په توگه په پام کې ونيول شو.

د هوايي ډګر پرمختګ او نوی ترمینل

په ۱۳۹۲ل کال کې د دغه هوايي ډگر نوی ترمینل د المان او متحده عربي اماراتو په مالي مرسته د درېیو کلونو په موده کې د ٦٠ ميليونه ډالرو په لگښت جوړ او گټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه ترمینل د ۲۰۰۰ مسافرو د ځايېدو ظرفيت لري او د نړيوالو معيارونو مطابق عصري خدمتونه وړاندې کوي. همداراز په پورتنۍ نېټه د مزار شريف هوايي ډگر د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړیوال هوايي ډگر په نوم هم ونومول شو او هماغه وخت اعلان وشو چې دا هوایی ډگر په کال کې د ۴۰۰ زره ټنه سوداگریزو توکو د لېږد ظرفيت لري، چې په سيمه کې به ځانگړی ستراتیژیک ارزښت ولري.

د هوايي ډګر تخنیکي ځانګړتیاوې

  •   ځغاستليكه 

د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډگر يو له مهمو تخنيکي ځانگړتياوو څخه يې ځغاستلیکه ده، چې ۳۲۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري. دا اوږده او پراخه ځغاستلیکه د هر ډول مسافروړونکو او باروړونکو الوتکو د خوندي ناستي او پورته کېدو لپاره مناسب شرايط برابروي.

  • ټکسوې او رمپونه

د دې هوايي ډگر د الوتکو د حرکت اسانتیا لپاره ۱۰ تكسوې (Taxiways) او ٥ فعال رمپونه لري، چې د الوتکو د ځمکني تگ راتگ تم کېدو او خدماتو ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي. دغه ټکسوې د نړيوالو هوايي معیارونو پر اساس جوړې شوې دي، تر څو د هوايي چلند اسانتياوې لا پیاوړې کړي.

  • کارگو ترمینل

د سوداگریزو توکو د لېږد لپاره، د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړیوال هوايي ډگر يو پراخ کارگو ترمینل لري، چې د کال ۴۰۰ زره ټنه سوداگریزو توکو د لېږد ظرفيت لري. دا کارگو ترمینل د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې مهم رول لري او سوداگرو ته د توکو د خوندي انتقال اسانتياوې برابروي.

  • امنيتي تدابير

 د مسافرو او الوتکو د خوندیتوب لپاره، دا نړیوال هوايي ډگر د ايکسري (X-Ray) په عصري وسايلو سمبال دى، چې د بار او مسافرو د تلاشۍ لپاره کارول کېږي. دغه عصري وسايل د امنيتي گواښونو د مخنيوي لپاره مهم رول لري او د نړيوالو امنيتي معيارونو سره سم تنظيم شوي دي.

  • اوروژنې ټيم

د هوايي ډگر د خوندیتوب بل مهم اړخ د اور وژنې مجهز او مسلکي ټیم دی چې د هر ډول اور لگېدنې د مخنيوي او کنټرول لپاره روزل شوی، دا ټیم د پرمختللو اور وژنې وسایلو سره سمبال دی، ترڅو په بېړنيو حالاتو کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

  • هوا پیژندنه

د هوا پېژندنې یو مجهز سټیشن د دې هوايي ډگر یوه مهمه برخه ده، چې نه یوازې د الوتکو لپاره د هوا حالاتو مهم معلومات برابروي، بلکې د طبعي پېښو د اټکل او خلکو ته د هوایي شرايطو د خبرتيا په برخه کې هم مهم رول لري.

  • د مسافرو اسانتياوې

د مسافرو د هوساینې لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړیوال هوايي ډگر کې د موټرو تمځای، جومات انتظارځای شنې سيمې او تفريحي منظرې لري چې مسافرو ته د ارامۍ چاپېریال برابروي.

 

د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته پرمختگونه

مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډگر هم د نورو هوايي ډگرونو په څېر د نړيوالو جگړه مارو ځواکونو په ولکه کې و او د افغانانو په ځپلو او شهیدانولو کې ترې گټه پورته کېده، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په دې هوايي ډگر کې نوې ساه و غړېده، ټولې چارې یې افغانانو ته وسپارل شوې، د هوایي چلند تخنيکي ټيم د لا زياتې روزنې لپاره بهر ته ولېږل شو، چې له زده کړو بشپړولو وروسته پر خپلو اړوندو دندو وگمارل شول او د چارو د ښه والي لپاره يې گټور فعالیتونه ترسره کړل.

د اسلامي امارت د مشرتابه په وړانديز د ازبکستان تخنيکي متخصصينو د یاد هوايي ډگر د ناوبري او هوا پېژندنې وسایلو ترميم، د ځغاستليکې بیا رغونه، پارکینگ اسانتياوې او د برېښنا سیستم فعالولو چارې بشپړې کړې. د دې پرمختگونو له امله اوس دغه هوايي ډگر د شپې له خوا او د سختو موسمي شرایطو پر مهال د الوتنو وړتيا لري.

د هوايي ډگر مسؤلینو د قاچاق د مخنيوي لپاره هم جدی گامونه پورته کړي، د اسلامي امارت په واکمنېدو په لومړيو ورځو کې د ۵۰ کیلوگرامه سرو زرو او درې میلیونه امریکايي ډالرو د ناقانونه لېږد مخه ونيول شوه.

د امنيتي تدابيرو ترڅنگ د یاد هوايي ډگر ۲۰ کارکوونکو ته د ازبکستان له لوري مسلکي زده کړې ورکړل شوې، چې د تخنيکي چارو د لا ښه والي لامل شوې. له شلو کلونو وروسته د یاد هوايي ډگر برېښنا د جنراټورونو پر ځای له ښاري شبکې سره ونښلول شوه، چې له دې سره له یوې خوا د انرژۍ دوامداره تأمين ممكن شو او له بلې خوا د لگښتونو د کمښت سبب هم شو. دغه نړیوال هوايي ډگر چې د افغانستان په شمال کې مهم ستراتیژیک موقعيت لري، د ايكاو نړيوالو معيارونو مطابق سمبال شوی، د الوتنو خونديتوب ته ځانگړې پاملرنه شوې، د مسافرو او سوداگريزو الوتنو لپاره غوره اسانتياوې لري.

څو مياشتې وړاندې د پخواني ترمينل بيارغونې چارې ترسره شوې او د DVOR/DME دستگاه چې الوتکو ته د هوايي ډگر موقعیت او فاصله ښيي او د PAPI څراغونه، چې الوتکو ته د خوندي ناستې اسانتیا برابروي فعال شول او د دې تر څنگ د دې هوايي ډگر د لا پراختیا په موخه د ۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو مهمو پروژو چارې پیل شوې چې په دې کې د مسافرو لپاره معیاري انتظارهای او د ۱۰۰۰ موتر ظرفیت لرونکی پراخ تم ځای شامل دي، چې ډېر ژر به گټې اخیستنې ته وسپارل شی. همداراز د یاد هوايي ډگر په عملياتي په برخه کې د غږيزو اعلانونو اته چینله (PA System) الى فعاله شوې، چې مسافرو ته د الوتنو د لارښوونو او مهمو معلوماتو د رسولو لپاره کارول کېږي. په دې چارو سره به د مسافرو د سفر اسانتياوې زياتې، د موټرو تنظیم به منظم او د هوايي ډگر چاپېریال به ورسره لا پرمختللی شي.

مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډگر د افغانستان په شمال کې یو له مهمو نړيوالو هوايي ډگرونو څخه دی. دا هوايي ډگر له هېواد څخه بهر اسلام آباد، تهران، مشهد، جدې،دوبۍ او استانبول ته الوتنې لري او په کور دننه هم د هېواد بېلابېلو محلي هوايي ډگرونو ته ترې الوتنې ترسره کېږي.

مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډگر نه يوازې د افغانستان لپاره یو مهم سوداگریز او مسافري مرکز دی بلکې د نړيوالو معيارونو سره سم د هېواد د هوایي چلند یو ستر پرمختگ هم گڼل کېږي. د دې هوايي ډگر د لا پراختیا لپاره د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هڅه کوي چې لا نورې اسانتياوې برابرې کړي، څو د سيمې د هوايي ترانسپورټ لپاره لا مهم رول ولوبوي.

شریک کړئ: