په برېښنايي سیستمونو کې د ثبت شویو موټرو شمیر ۱۰۸ زرو ته رسیږي

نیټه: 1405-02-12 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزرات لخوا د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د رونډ نوبت، احصایې او عوایدو برېښنایي سیستمونو کې ۱۰۷ زره، ۴۵۵ موټر ثبت شوي، د دغه ارقامو په لړ کې شاوخوا ۶۹ زره باروړونکي موټر د رونډ نوبت او څه باندې ۳۸ زره مسافروړونکي موټر د احصایې او عوایدو برېښنايي سیستمونو کې ثبت شوي. دا چاره د ټرانسپورټي چارو شفافیت او د خدماتو کیفیت لوړولو لپاره غوره ګام بلل کېږي، یاد وزارت ژمن دی چې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د ټرانسپورټي خدمتونو لا ښه‌والي او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخه کړي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته