نیټه: 1405-02-14 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د بېلا بېلو ولایتونو، په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د خوندي سفر او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه، پرلپسې ډول د موټرو تخنیکي ارزونه ترسره کېږي چې په تېرو لسو ورځو کې د ۳ زره، ۶۳۳ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې. د موټرو تخنیکي ارزونه، نه یوازې د مسافرو د ژوند خوندیتوب تضمینوي، بلکې د وسایطو د تخنیکي ستونزو په مخنیوي، د ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو او معیاري ټرانسپورټي سیستم د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول او هم بنسټیز ارزښت لري.