نیټه: 1405-02-19 شنبه
د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست له خوا د ښاري ټرانسپورټي خدمتونو لا تنظیم او د خوندي او اسانه تګ راتګ په موخه د کابل ښار په ۱۶ مسیرونو کې د ټونس او شخصي پلېټ لرونکو موټرو فعالیت ودرول شو او پرځای یې د بس، ټکسي او مارسډېس موټرو له لارې منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي. په دغو مسیرونو کې میرویس میدان- دشت برچي، قمبر څلور لارې ، پل سوخته، پوهنتون او یو شمېر نور مسیرونه شامل دي، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي چې د کابل ښار په ټولو مسیرونو کې د ښاریانو د اسانه، خوندي او ارزانه لېږد رالېږد لپاره ټرانسپورټي خدمات لا معیاري، منظم او د ټرانسپورټي اصولو سره سم وړاندې شي.