د وزارت تخنیکي ټیم سمنگان ولایت کې د پلي کېدونکې پروژې له چارو څخه لیدنه وکړه

نیټه: 1405-02-19 شنبه

د سمنګان ولایت دلخکي کوتل سیمه کې د مسافروړونکي او باروړونڪي ترمینل له روانو چارو څخه د وزارت تخنیکي ټیم لیدنه وکړه. د یاد ترمینل د جوړېدو ڪارونه چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي. د نوموړي ولایت د مسافرو او سوداگریزو توڪو لېږد رالېږد په برخه کې به ورسره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته