فیض اباد هوايي ډگر کې د یوې پراختیايي پروژې کارونه د پام وړ پرمختګ لري

نیټه: 1405-02-20 یکشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د څه باندې ۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بدخشان ولایت فیض اباد هوايي ډګر د چاپېرېدونکي دېوال او امنیتي برجونو جوړولو کارونه د پلان سره سم د پرمختګ په حال کې دي، چې دا مهال یې کارونه ۳۲ سلنه بشپړ شوي دي. یاده پروژه چې د هوایي ډګر خوندیتوب په برخه کې مهمه پروژه ګڼل کېږي، له پلي کېدو څخه یې د وزارت تخنیکي ټیم دوامداره څارنه ترسره کوي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته