نیټه: 1405-02-21 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د بدخشان ولایت ایتارچي سیمه کې د څه باندې ۶۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د مجهز مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو کارونه روان دي، چې تر دې دمه یې کارونه په ښه ډول ترسره شوي دي. د یادې پروژې د روانو چارو څخه د وزارت تخنیکي ټیم، چې مشرۍ یې د پلان او زېربناوو پراختیا لوی رئیس ډاکټر محمد رستم حفیظیار کوي، لیدنه وکړه او د پروژې اړوند مسئولینو ته یې د کارونو چټکتیا او کیفیت په تړاو اړینې لارښوونې وکړې.