بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو چارې ۷۰ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-02-23 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا د څه کم ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو یوه لویه پروژه د پلي کېدو په حال کې ده په دغه پروژه کې د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لپاره اداري ودانۍ، د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو معیاري ترمینل، د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره انتظار ځای او ځینې نور تاسیسات شامل دي چې کارونه یې د پلان سره سم، په چټکۍ روان دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته