له شمال او جنوب لوېدیځ زونونو څخه د حج کوونکو د لېږد لړۍ پای ته ورسیده

نیټه: 1405-02-26 شنبه

پرون جمعه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال، د غویي میاشتې په ۲۵ نېټه له شمال او جنوب لوېديځ زونونو څخه سعودي عربستان ته د حج کوونکو د لېږد لړۍ پای ته ورسېده، په وروستۍ الوتنه کې له شمال څخه ۳۴۳ تنه او له جنوب لوېديځ څخه۲۶۰ تنه حج کوونکي د جدې هوايي ډګر ته ولېږدول شول. روان کال د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر څخه اووه زره، ۸۷۱ د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه څلور زره، ۸۰۰ او د مولاناجلال الدين محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه پنځه زره، ۹۹۰ تنه حج کوونکي مدینې منورې او جدې ښار ته په بشپړ خوندیتوب سره ولېږدول شول. د یادولو وړ ده چې کابل نړیوال هوايي ډګر څخه به هم راتلونکې چهار شنبې د حج کوونکو اخري الوتنه ترسره شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته