۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-09-17 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ ۱۷ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې د واورې باران او نسبتاً تیزو بادونو پیښیدو ایکل
به بدخشان تخار بغلان او پنجشیر ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۱۵) ملي مترو او د واورې کچه له (۱۰) څخه تر ۲۰ سانتي مترو پورې اټکل کيږي.
همدارنگه په مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د نسبتاً تیز و بادونو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه تر ۷۰ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.

1404-09-16 یکشنبه
کندهار کې د باروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د باروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې په چتکۍ سره روانې دي، دغه ترمینل چې په ۵۸۲ جرېبه ځمکه، د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي. په یاده پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، د باروړونکو موټرو لپاره تم‌ځای، سړکونه، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې، د ټرانسپورټي شرکتونو لپاره دفترونه، د اوروژنې وسایطو او کارکوونکو لپاره ودانۍ او ځينې نور تاسیسات شامل دي.

1404-09-15 شنبه
په کندوز کې د موټرو تخنیکي ارزونې پروسه ترسره شوه

د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له‌خوا د امام صاحب ولسوالۍ ټرانسپورټي ترمینلونو کې د موټرو تخنیکي ارزونې پروسه ترسره شوه. په یاده پروسه کې د موټرو معیاري کولو، د لایزري څراغونو لرې کولو او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه موټر چلوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.