۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-04-01 پنج‌شنبه
د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پای ته ورسيد.



1402-04-01 پنج‌شنبه
د تير سیسټم پر وړاندې په پرتو ننګونو او پرمختګونو ناسته ترسره شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د نړيوال واټ ټرانسپورټ د اسانتياوو رئیس يارمحمد رمضان په مشرۍ په يوه ناسته کې چې د بهرنيو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د سوداګرۍ خونې او د ترافيکو عمومي رياست استازو پکې برخه دلورده، د تير(TIR) سيسټم پر وړاندې پر ځينو ننګونو او شوو پرمختګونو خبرې او مشورې وشوې.

1402-04-01 پنج‌شنبه
د څارنې او ارزونې رياست هیئت نيمروز ولايت ته سفر تر سره کړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د څارنې او ارزونې رياست هیئت نيمزوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د ټرانسپورټي چارو، هډو، بندرونو او د زرنج هوايي ډګر څخه ليدنه او د ياد ولايت د لويو مسافروړونکو بسونو د کرايې کنټرول او څارنه ترسره کړه.
د دې تر څنګ يې د دې ولايت د واټ ټرانسپورټ د رياست استازو ته د عوايدي سرچينو د پراختيا او کنټرول په برخه کې د ظرفيت لوړنې يو ورځنی سمينار هم وړاندې کړ.