۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-05-02 دوشنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي مزار شريف او سمنګان ولايتونو ته سفر ترسره کړ.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي, بېلابېلو ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې مزارشريف او سمنګان ولايتونو ته سفر ترسره کړ د ښاغلي حيدري په مشري ياد پلاوي په دغه سفر کې د سمنګانو او مزارشريف ولايتونو له چارواکو سره په لېدنه کې د ټرانسپورټي چارو دښه والي او هيوادوالو ته داسانتياوو رامنځته کولو په تړاوخبرې اتري وکړې.همداراز په دغه سفر کې ياد پلاوي د دغه ولايتونو له ترمينلونو څخه له نږدې ليدنه وکړه ددغه ولايتونو د د ټرانسپورټ مسٶلينو، کارمندانو ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو چارې د لاغوره والي په موخه وارزول شوې او همداراز د هيواد والو دښه خدمت په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې د يادونې وړ ده ، په دغه سفرکې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د بشري سرچېنو د رئیس له لورې له اداري کارکوونکو د چارو د ارزونې په موخه ازموينه هم واخېستل شوه.

1402-05-01 یکشنبه
د واټ ټرانسپورټ معين دکندز والي سربېره دټرانسپورټي چارو څخه هم ليدنه وکړه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري د کندز ولايت له والي سره په ليدنه سربېره د دې ولايت له ټرانسپورټي چارو ليدنه وکړه د دې تر څنګ يې شيرخان بندر کې د لانورو اسانتياوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ  هلته يې موټرچلوونکو ته د دوی د چارو د لا ښه والي په پار لازمې سپارښتنې وکړې او  د دغه ولايت له مشرانو او د اسلامي امارت له پخوانيو  جهادي غړو سره هم وليدل، هغوی ته يې د ټرانسپورټ په برخه کې د اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ. يادو غړو هم د اسلامي امارت او همدارنګه د ياد وزارت له چارو څخه خوښي څرګنده کړه.

1402-05-01 یکشنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي شبرغان او سرپل ولايتونو ته سفر ترسره کړ


    1. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي بېلابېلو ولايتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د شبرغان او سرپل ولايتونو ته سفر ترسره کړ، په دې سفر کې د يادو ولايتونو له ټرانسپورټي چارو څخه ليدنه وشوه، د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو او موټرچلوونکو سره په لېدنه کې هغوی ته د چارو د ښه والې په پار لازمې لارښوونې وشوې او د دې تر څنګ د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند کاروکوونکو څخه د چارو د ارزونې په موخه ازموينه هم واخېستل شوه.