۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-03-30 سه‌شنبه
د پکتيکا ولايت له ټرانسپورټي خدماتو څخه ليدنه ترسره شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي سويل ختيځ زون ته د خپل سفر په لړ کې د پکتيکا ولايت له ټرانسپورټي چارو او هډو څخه ليدنه وکړه او تر څنګ يې د دې ولايت له چارواکو او د ټرانسپورټي شرکتونو استازو سره د ټرانسپورټي خدمتونو پر معياري کولو او د ټرانسپورټ اړوند پر ځينو مسایلو خبرې وکړې.

1402-03-30 سه‌شنبه
معین ترانسپورت جاده ای و هیئت همراه شان به ولایت پکتیا سفر نمودند

الحاج ملا عبدالسلام حیدری، معین ترانسپورت جاده ای و هیئت همراه شان در ادامه سفر رسمی شان، به ولایت پکتیا سفر نموده و در جریان سفرش با والی ولایت پکتیا دیدار نموده و در مورد موضوعات ترانسپورتی گفت و گو نمودند. وی در این سفرش از ترمینال ها، هده ها و بنادر ترانسپورتی، ون استاپ شاپ و هواشناسی این ولایت بازدید نموده و ضمن استماع پیشنهادات و درخواست های کارمندان، مسافرین و رانندگان، بر ارایه خدمات معیاری تاکید نمودند.

1402-03-28 یکشنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي خوست ولايت ته سفر ترسره کړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبد السلام حیدري او ورسره مل پلاوي خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خوست ولايت له والي سره وليدل او له هغه سره يې خوست ولايت کې پر ځينو ټرانسپورټي مسايلو خبرې اترې وکړې. د دې تر څنګ يې د غلام خان بندر او د بار وړونکو موټرو له ترمينل او هډو څخه هم له نږدې ليدنه وکړه او د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره په ليدنه کې د هغوی ستونزې واوريدل شوې د حل کېدو ژمنه ورسره وشوه او د ټرانسپورټي خدماتو پر معياري کولو ټينګار وشو.