جلال اباد هوايي ډگر
د جلال اباد هوايي ډگر چې د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د کابل - جلال اباد سړک څخه څو کیلو متره لرې پروت دی. دا دې هوايي ډگر د ځغاستليکې او نورو تاسیساتو او اسانتياوو د جوړېدو چارې د مورسن کمپنۍ سره په ۱۳۴۰ل د مرغومې / جدي په مياشت کې د یو تړون له مخې پيل او يو کال وروسته د زمري په میاشت کې پای ته ورسېدې او د وږي / سنبلې په مياشت کې د افغانستان د هغه وخت حکومت ته وسپارل شو چې په دې کې د ترمینل ودانۍ د اوروژنې، مخابروي سټېشنونه او د برېښنا تولیدوونکو جنراتورونو ودانۍ هم د تړون له مخې بشپړې شوې. د برېښنا سيسټم، کنټرول برج او نور تجهیزات او همداراز د NDB دستگاه او د هغې انتن هم د همدغه همکار گروپ له خوا نصب شول او دا ټولې چارې يې د ۱۳۴۴ل کال لیندۍ په میاشت کې بشپړې شوې. یاد هوايي ډگر د شوروي اتحاد د جنگ پر مهال د ۱۹۸۰ ز په لسيزه کې د نظامي موخو لپاره وکارول شو او په یوه نظامی هډه بدل شوی و او د امریکا د یرغل پر مهال هم د ناټو ځواکونو د نظامي موخو لپاره کاراوه چې د افغانستان ولس ته ترې مرگ ژوبله او زيان رسيده له نېکه مرغه له فتحې وروسته دا هوايي ډگر يو ځل بيا د ملکي هوايي ډگر په توگه اعلان شو او د ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې په ۳۰ مه نېټه ترې په لومړي ځل شل کاله وروسته ملكي الوتنه ترسره شوه او يوې ایرانۍ الوتکې د بشري مرستو په پار پکې په لومړي ځل ناسته وکړه، له دې وړاندې له دې هوايي ډگر څخه يوازې نظامي الوتنې ترسره کېدې. ياد هوايي ډگر د ۲۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۴۳ مترو په پلنوالي ځغاستلیکه او د الوتکو د پارکینگ لپاره لس لوی او واړه اپرونونه لري. دغه هوايي ډگر د خپل تاريخي ترمينل او نورو اسانتیاوو سره د ننگرهار او گاونډيو ولايتونو كونړ، نورستان او لغمان اوسېدونکو ته د هوایي ټرانسپورټ يوه مهمه زېربنا ده.

له فتحې وروسته لاسته راوړنې
جلال اباد ډگر د امريکا د اشغال پر مهال په بشپړه توگه د نظامي موخو لپاره کارول کېده او د ملکي هوایي چلند کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه وه ورکړل شوې. د بهرنيو ځواكونو او ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا دا هوايي ډگر د عملياتي اډې په توگه کارول کېده، چې له امله د ملکي الوتنو دروازې تړلې پاتې وې؛ خو د اسلامي امارت له فتحې وروسته دا هوايي ډگر د ملکي الوتنو لپاره بیا پرانېستل شو او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا يې عملياتي چارې د مسلکي او تخنيکي کارکوونکو په ولکه کې ورکړل شوې.

د هوايي ډگر د بيا رغونې او فعالولو لپاره چارې پیل شوې، د کنټرول تاور مخابراتي او تخنيكي تجهيزات ترميم او تنظیم کړای شول. د ځغاستليکې ټکسوې او نورو عملياتي ساحو اضافي توكي، خراب وسایل او نور خنډونه پاک کړای شول او د هوایي چلند د نړيوالو معیارونو په رڼا کې د الوتنو لپاره چمتو شول. همدارنگه د مسافرو تاريخي ترمينل چې پخوا نظامي بڼه ورکړل شوې وه، د مسافرو د استفادې لپاره بيا ورغول شو. د ترمينل مخې ته د سيمتي ديوالونو موانع لرې کړای شوې او د مسافرو لپاره په زړه پورې چاپیریال برابر کړای شو. د ملگرو ملتونو د خوراکي پروگرام (WFP) ، د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) او یوناما په گډون د نړيوالو موسسو الوتکو چې د بشري مرستو لپاره ترې استفاده کېدله له دې هوايي ډگر څخه سلگونه الوتنې په برياليتوب او خوندي توگه ترسره شوې.

د بیا رغونې نوې پروژه
په دې وروستيو کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د یو میلیون افغانیو په لگښت د ننگرهار هوايي ډگر د بيارغولو، پاکولو او معياري کولو پروژه پیل شوې ده. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هوايي ډگر عملياتي ساحي لا منظمې او د نړيوالو معیارونو سره سمې شي. د اور وژنې لپاره سلنډرونه او د اوروژنې یو موټر چمتو شوی او د هوا پېژندنې راپورونه په منظم ډول د پيلوټانو او مرکزي ادارې سره شریکېږي او په دې نږدې کې به یې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا د ځغاستليکې ټکسوې، رمپ پراختیا پروژه هم پیل شي.

په دې وروستيو کې چې په کونړ ولايت کې مرگونې زلزله رامنځته شوه، له یاد هوايي ډگر د زلزله ځپلو لپاره د مرستو په رسولو او د ټپيانو په چټکه لېږدونه کې رغنده رول ولوباوه جلال آباد هوايي ډگر دا وړتيا لري چې نړيوالې الوتنې ترې پيل او د دې سيمې وگړو لپاره د سفر او سوداگرۍ اسانتياوې رامنځته شي.