خوست نړیوال هوايي ډگر

د خوست نړیوال هوايي ډگر د افغانستان په ختیځ زون کې يو له مهمو او ستراتيژيکو هوايي ډګرونو څخه دی او د افغانستان پنځم نړیوال هوايي ډگر دی، چې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترې ترسره کېږي. دا هوايي ډگر د ختيځ زون مسافرو ته د تگ راتگ لپاره ډیرې اسانتياوې برابرې کړي دي او د هېواد په اقتصادي پرمختگ سوداگری او نړیوالو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري. ياد هوايي ډگر کې ډېرې تاسيساتي چارې په دې وروستيو کې ترسره شوې دي، نو دبری تاسیسات يې نوي او په عصري سيستم جور شوي دي، له فتحي وروسته ورته ځانگړې پاملرنه شوې ده او په هېواد کې د يو غوره هوايي ډگر په توگه مطرح شوی دی.

د خوست نړیوال هوايي ډګر تاریخچه او اهمیت

د خوست نړیوال هوايي ډگر د خوست ولایت په مرکز کې موقعيت لري، چې په (٢٦۲۸) جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی او د هېواد پنځم لوی هوایي ډگر بلل کېږي چې د ملکي او نظامي الوتنو لپاره کارول کېږي دا هوايي ډگر چې د هېواد دا لرې پرته سیمه یې له نړۍ سره نښولولې ده، خلکو ته یې د سفر تر څنگ سوداگریزې اسانتياوې هم برابرې کړي دي.

د خوست نړیوال هوايي ډگر ترمینل په ۸۰۰۰ مربع متره ځمکه کې د نړيوالو معيارونو سره سم جوړ شوی دی، چې چارې یې د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه پیل او د ۱۴۰۰ کال د غويي مياشتي به ۱۳ مه نېټه بشپړ شوي دي. د دې ترمينل اوږدوالی ۱۳۵ متره او پلنوالی یې ٦٠ متره دی په ټولو عصري او تخنيکي امکاناتو سمبال او د مسافرو د ارامتیا او خونديتوب لپاره ټولي اړينې اسانتياوې ورته په پام کې نیول شوې دي.

د ترمینل تر څنگ د هوايي ډگر د الوتکو پارکینگ (Apron) ساحه هم د پام وړ ده چې اوږدوالی یی ۳۵۰ متره او پلنوالی یې ۱۷۷ متره دی او دا هم د ترمینل سره یو ځای ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دا ساحه د هر ډول الوتکو د پارکینگ وړتيا لري او د نړيوالو معيارونو سره سمه برابره ده.

د هوايي ډگر جومات او موټرو تم ځای

د خوست نړیوال هوايي ډگر یوه بله مهمه پروژه د نوي جومات جوړول دي، چې د مسافرو او کارکوونکو د ديني اړتياوو د پوره کولو لپاره پلان شوې ده او دې ښكلي جوړ شوي جومات ټول هوايي ډگر ته ځانگړې ښکلا وربښلې ده. پخوا به مسافر د لمانځه پر مهال د مناسب ځای د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو. د دې ستونزې د حل لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ د يوه دوه منزله جومات د جوړولو امر وکړ، چې مساحت یی ۷۰ متره مربع دی، په دې جومات باندې ټولټال ۲۱ میلیونه افغانۍ لگښت راغلی دی، چې د نارينه او ښځينه وو لپاره جلا جلا لمونځايونه لري.

دخوست نړیوال هوايي ډگر کې د ۸۳۰۰ مربع مترو په اندازه د موټرو تم ځای جوړ او دا هم د ۱۳۰۰ کال د غوايي میاشتې په ۱۴ مه نېټه بشير او گټې اخیستنې لپاره پرانیستل شو. دا پارکینگ د دوو پخو سرکونو له لارې، چې اوږدوالی یې شاوخوا ۴۰۰ متره دی. د هوايي ډگر له لويي دروازې سره نښلول شوی د پارکینگ پراخه ساحه د گڼ شمېر وسایطو د پارکینگ و رتبا لري او په معياري توگه جوړه شوې ده. د دې تر څنگ د هوایي دگر لویه دروازه هم جوړه او له عمومی سرک څخه ورته منظم سرک و غځول شو.

ځغاستلیکه ټکسوې او د اطفائیې و دانۍ

د خوست نړیوال هوايي ډگر ځغاستليکه د الوتکو د کېناستو او پورته کېدو لپاره یوه مهمه برخه ده، چې اوږدوالی یی (٢٦٦٣) متره او پلنوالی یې (۴۵) متره دی او چارې یې د ۱۳۹۹ کال په جریان کې بشپړ او د گټې اخیستنې لپاره پرانستل شوه. همدارنگه د هوايي ډگر ټکسوې د جوړېدو چارې هم چې ټول مساحت يي ٥٩٩٠ مربع متره دی په همدې کال کې بشپړې شوې دي او د اوروژني (اطفائيي) ودانۍ چې د هوايي ډگر په عملياتي ساحه کې موقعيت لري د ۱۳۹۸ کال په جریان کې یې جوړولو چارې بشپرې شوې دي. دا ودانۍ دوه اوروژونکي موټر لري، چې د بيړنيو حالاتو د کابو کولو وړتيا لري او د دې تر څنگ د خوست نړيوال هوايي ډگر د الوتکو څخه د درنو مالونو د راښکته کولو او پورته کولو لپاره درې فورک لیفټ موټر او یو کرینگ کماز لري چې د درنو توکو د انتقال او د تخنيکي وسايلو د ترمیم لپاره اړین گڼل کېږي او د هوايي ډگر عملياتي وړتيا يې نوره هم پیاوری کړې ده.

د هواپیژندنې ودانۍ او د کار برج

د هواپیژندنې ودانۍ چې مساحت یې ۲۰۰ مربع متره دی، د ترمینل په لویديځه برخه کې موقعيت لري او د ۱۳۹۸ کال په جریان کې جوړه شوې ده. دا ودانۍ د هوایي ډگر د عملياتو لپاره د هواپیژندنې د کره معلوماتو د چمتو کولو لپاره یو مناسب ځای دی او د دې تر څنگ د وسایطو د ترمیم لپاره یو گراج هم شته چې د تخنيکي اړتياوو د پوره کولو لپاره کارول کېږي. د هوايي ډگر د څار برج چې د ترمبنل ختيځې برخې په ٦٠ مترۍ کې موقعيت لري، د ۱۴۰۰ کال د غوبي مياشتې په ۱۲ مه نېټه گټې اخیستني ته وسپارل شو. د دې ټاور زیربنایي مساحت ٣٥٠ مربع متره او لوړوالی یی ۲۰ متره دی.

له برېښنا سره نښلول

د اسلامي امارت له حاکمېدو وړاندې خوست نړیوال هوایی ډگر د برېښنا د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې د الوتنو عمليات او اداري چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کولې. د دې ستونزې د حل لپاره د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د ۱۳۰۰ کال د تلې مياشتې په ۱۳ مه نېټه د وارداتي برېښنا د لېږد پروژه پیل کړه او د همدې کال د تلې مياشتې په ۲۸ مه نېټه د ١٥ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د برېښنا د پرچاوۍ مخنیوي لپاره دوه قوي جنراتورونه هم اخیستل شوي چې يو يې د څار برج او بل يې د ترمینل د امنیتي کمرو لپاره کارول کېږي. دا جنراتورونه د برېښنا د نشتوالي پر مهال د مخابراتي او تخنيکي وسايلو د فعال ساتلو لپاره اړین دي.

تفریحي پارک او نورې پرمختياوې

د خوست نړیوال هوايي ډگر د ښکلا او مسافرو د ارامتیا لپاره یو تفریحي پارک هم جوړ شوی چی مساحت يي ٦٠٠ مربع متره دی. د دې پارک جوړولو چارې د ۱۶/۷/۱۴۳۳ نېټه پیل او د ۳/۹/۱۴۴۳ مه نېټه د درېيو ميليونو افغانیو په لګښت بشپړې شوې، د پارک د سرک په دواړو غاړو کې د نیالګیو او شنو سيمو د هوايي ډگر ښكلا لا پسې زياته کړې ده او د دې تر څنگ د خوست نړیوال هوايي ډگر ترمینل د ننه د VIP خونو او اداري دفترونه په ډېره ښه بڼه جوړ شوي دي او په ټولو اړينو وسايلو سمبال دي چې د هوايي ډگر په وقار او حيثيت ساتلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

په دې وروستیو کې ځینې پرمختگونه

له خوست نړیوال هوايي ډگر څخه د کورنيو او بهرنيو الوتنو د پراخېدو ترڅنگ د یاد هوايي ډگر د بنسټيزو او خدماتي پروژو چارې هم په چټکۍ سره رواني دي. په دې وروستيو کې د کام ایر هوايي شركت له لورې له خوست څخه دوبۍ، د سعودي عربستان جدې ښار ته او د دې تر څنگ د کابل - خوست ترمنځ دوه طرفه الوتنې پيل شوې، چې د مسافرو لېږد رالېږد کې د پام وړ اسانتیا رامنځته شوې ده. بل خوا د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت له لوري د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځغاستليکې دواړو خواوو رغونې او هوارونې چارې بشپړې شوې چې نږدې ۱۳۱ جريبه ځمکه پكې هواره شوې ده. همداراز د ۱۱ میلیونه ۳۵۵ زره افغانیو په لگښت د ځغاستليکې دواړو خواو ته د تخريب مخنيوي په موخه (۲۷۰۰) مربع مترو په اندازه د اوبو وړو کانالونو جوړولو او د تيږو لګولو چارې ترسره شوې ، د یاد هوايي ډگر د لا معياري کولو په موخه د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا له يوه افغاني شرکت سره ، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډگر ځمکنيو خدمتونو چارې هم پر مخ وړي، د عامه او خصوصي مشاركت له مخې د پنځو کلونو په موده د ځمکنیو خدمتونو (Ground Handling) تړون لاسلیک شو. برسېره پر دې د شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۱۹۰۰ مترو په اوږدوالي د چاپيرېدونکي دیوال (فینس) چارې هم ترسره شوې دي، چې د خوست نړیوال هوايي ډگر د پراختیا په برخه کی مهم پرمختگ بلل کېږي.

خوست نړیوال هوايي ډگر د افغانستان ختيځو ولايتونو ته د هوا له لارې د تگ راتگ ستره اسانتیا برابره کړې او د ټول هېواد د اقتصادي ودې او نړيوالو اړيکو په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی، د نوو تاسيساتو جوړول، عصري تجهيزات او د خدماتو پراختيا دا ډگر د يو معياري او باوري هوايي مرکز په توگه مطرح کړی دی. دا پرمختگونه ښيي چې خوست نړیوال هوايي ډگر د افغانستان په هوايي ټرانسپورت کې یو ځانگړی ځای لري او د هېواد د لا پرمختگ هيلي پسې تړلي دي.

شریک کړئ: