نیټه: 1405-02-23 چهارشنبه
دنیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د یاد ولایت بین الولایتي باروړونکي ترمینل له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه. په دغه څارنه کې د رونډ نوبت ښه پلي کېدو، د مسافرو او توکو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کار کوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.