د مسافر وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه

نیټه: 1405-02-29 سه‌شنبه

د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله په مشرۍ د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره، د مسافرو خوندي لېږد رالېږد په اړه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا ښه والي، د ټرانسپورټي اصولو پلي کولو او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او ټینګار وشو.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته