نیټه: 1405-02-30 چهارشنبه
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورټي خدمتونو ښه والي او د معیاري ټرانسپورټ د تضمین په موخه، د تېرو درېیو کب، وري او غویې میاشتو په جریان کې ۲۲زره، ۳۵۰ لېږدوونکي وسایط چې ټکسي، لارۍ او بس پکې شامل دي، د ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه یې تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده. همدا ډول ياده موده کې، په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي کنټرول پروسې په ترڅ کې یواځې په کابل ولایت کې ۱۹ زره، ۲۰۳ موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د ۷۲۲ لېږدوونکو وسایطو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی او د یو زره، ۲۸ موټرو تخنیکي اصلاح شوې ده.