نیټه: 1405-02-31 پنجشنبه
ټرانسپورټي فعالیتونه ورځ تر بلې د ښه کېدو په لور دي:
د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او ورسره مل پلاوي بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو هډو او ترمینلونو کې د ټرانسپورټي چارو فعالیت، د جي پي اېس الې د نصبولو پروسې، د ټرانسپورټي وسایطو د تخنیکي ارزونې او یو شمېر نورو ټرانسپورټي فعالیتونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادې څارنې په ترڅ کې د جي پي اېس الې د نصبولو پروسې پرچټکتیا، د ټرانسپورټي وسایطو د تخنیکي ارزونې او ټرانسپورټي اصولو او طرزالعملونو پلي کولو په اړه لازمې سپارښتنې او ټینګار وشو.
///////////
د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناستې وشوې.
په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره، د ټرانسپورټي شرکتونو د طرزالعمل او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه ناستې وشوې. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا ښه والي، د مسافرو خوندي لېږد رالېږد او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او ټینګار وشو.
////////////
نیمروز کې د تیرپارکونو جوړولو له روانو چارو څارنه وشوه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله د یاد ولایت چخانسور ولسوالۍ، دوراهي او یاد ولایت مرکز چیګیني سیمو کې، د تیر پارکونو جوړولو، له روانو چارو څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژو کاري پرمختګ او د ترسره شویو فعالیتونو کیفیت وارزول شو.
د چخانسور ولسوالۍ تیرپارک ۲۰ میلیونه افغانۍ او د چیګیني تیرپارک ۳۴ میلیونه، ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت لري چې چارې یې نږدې ۱۵سلنه پرمخ تللې دي.
///////////////
په تېرو درېیو میاشتو کې د څه باندې ۴۱ زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورټي خدمتونو ښه والي او د معیاري ټرانسپورټ د تضمین په موخه، په تېرو درېیو حوت، حمل او ثور میاشتو کې د ۲۲زره، ۳۵۰ لېږدوونکي وسایط چې ټکسي، لارۍ او بس پکې شاملې دي، د ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه یې تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده.
همدا ډول ياده موده کې، په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي کنټرو پروسې په ترڅ کې ۱۹ زره، ۲۰۳ موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د ۷۲۲ لېږدوونکو وسایطو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی او د یو زره، ۲۸ موټرو تخنیکي اصلاح شوې ده.
///////////////
ننګرهار کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د تورخم باروړونکي ترمینل، د مارکو بازار مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل او د یاد مسیر کنټرولي بندرونو له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه.
په دغه څارنه کې د رونډ نوبت ښه پلي کېدو، د مسافرو او توکو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کار کوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
///////////////
د ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې شاوخوا ۴۰ سنله پرمخ تللې دي
د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ ارغندۍ سیمه کې د مسافروړونکي ترمینل د جوړلو چارې د پلان سره سمې د پرمختګ په حال کې دي، همدا مهال د یادې پروژې په اساسي ترمینل، سړکونو، جومات، چاپېرېدونکي دېوال او ځینو نورو اساسي برخو باندې کار روان دی چې په ټوله کې د پروژې چارې شاوخوا ۴۰ سنله پرمخ تللې دي.
ویډیو ⬇️