نیټه: 1405-03-04 دوشنبه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۴۰۴۹) گڼې حكم له مخې، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د مرکز په گډون د هېواد په ټولو زونونو، هډو او ترمینلونو کې د بار وړونکو او مسافر وړونکو وسایطو لپاره د کرایی لایحه په دوامداره توگه ترتيب کېږي او په ټول هېواد کې يې د تطبيق چارې په منظم ډول روانې دي چې ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترې دوامداره څارنه کوي.
همدارنگه د ټرانسپورتي شرکتونو د وسایطو له مالکانو او موټر چلوونکو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې د کرایې لایحه مراعات او د مسافرو حقونو ته درناوی وکړي او د ټاکل شوې کرایې څخه سرغړونه و نه کړي.