نیټه: 1405-03-13 چهارشنبه
د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په غویي میاشت کې د ۹ زره، ۶۲۱ موټرو تخنیکي ارزونه شوې، د دغه ارزونې په پایله کې د ۴۶۵ موټرو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی او د یو زره ،۵۶۳ موټرو تخنیکي اصلاح شوې ده د موټرو تخنیکي ارزونه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دوامداره پروسه ده. چې د هېواد ټولو ولایتونو ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې، د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو او د مسافرو خوندیتوب په موخه په منظم ډول ترسره کېږي. په دغه ارزونه کې د موټرو بېلابېل تخنیکي اړوخونه د ټاکل شویو معیارونو په اساس کتل کېږي.