نیمروز ولایت کې د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شو

نیټه: 1405-03-16 شنبه

د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدماتو معیاري کېدو او د مسافرو خوندي سفر په موخه د یاد ولایت مسافروړونکي ترمینل کې له سفر کولو وړاندې د موټرو د تخنیکي کنټرول پروسه ترسره شوه. په یاده پروسه کې د مسافروړونکو موټرو تخنیکي وضعیت وارزول شو او د خوندي تګ راتګ په موخه د موټرو د لوړ سرعت کنټرول، د اضافي او غیرمعیاري څوکیو د لرې کولو او همداډول د لایزري او غیرمعیاري څراغونو د نه کارونې په اړه موټرچلوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته