نیټه: 1405-03-18 دوشنبه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د چارو لا ښه تنظیم او ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو په موخه د جلال اباد – کابل مسافروړونکي ترمینل کې له ټرانسپورټي چارو څخه د څارنې پر مهال د ټرانسپورټي شرکتونو له فعالیت، خدماتو او د کرایې لایحې پلي کولو څخه ارزونه وشوه. همدا ډول په یاده څارنه کې د لایزري څراغونو لرې کولو، د مسافرو خوندي لېږد او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه موټرچلوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.