نیټه: 1405-03-21 پنجشنبه
د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی ریاست لخوا د ټرانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا او ښاري نظم د ټینګښت په موخه، د #پروان، #کاپیسا، #پنجشېر او د یادو ولایتونو د نورو مسیرونو مسافرو لپاره د کابل ښار خیرخانې کوتل سیمه کې نوی مسافروړونکی ترمینل پرانیستل شو.
له دې وروسته به د یادو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو مسافر وکولای شي د لا ښه ټرانسپورټي نظم او اسانتیاوو په شتون کې له یاد ترمینل څخه تګ راتګ وکړي.
/////////////
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بېلابېلې بنسټیزې او تاسیساتي پروژې تر کار لاندې دي، چې یوه هم له دغو پروژو څخه د بدخشان ولایت د مرکز فیضآباد هوايي ډګر پروژه ده.
دا مهال د یاد هوايي ډګر د چاپېردونکي دېوال او امنیتي برجونو د جوړولو پروژه، چې ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت لري چارې یې شاوخوا ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
یاده پروژه د فیضآباد هوايي ډګر د امنیت او خوندیتوب د کچې لوړولو په برخه کې مهمه بنسټیزه پروژه ګنل کېږي چې د هوايي ډګر د تاسیساتو، تجهیزاتو او زیربناوو په ساتنه کې به اغېزناک رول ولري.
///////////////
د #نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدماتو معیاري کېدو او د مسافرو خوندي سفر په موخه د یاد ولایت مسافروړونکي ترمینل کې له سفر کولو وړاندې د موټرو د تخنیکي کنټرول پروسه ترسره شوه.
په یاده پروسه کې د مسافروړونکو موټرو تخنیکي وضعیت وارزول شو او د خوندي تګ راتګ په موخه د موټرو د لوړ سرعت کنټرول، د اضافي او غیرمعیاري څوکیو د لرې کولو او همداډول د لایزري او غیرمعیاري څراغونو د نه کارونې په اړه موټرچلوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
///////////////
د ننګرهارولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د چارو لا ښه تنظیم او ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولوپه موخه د #جلال_اباد – کابل مسافروړونکي ترمینل کې له ټرانسپورټي چارو څخه د څارنې پر مهال د ټرانسپورټي شرکتونو له فعالیت، خدماتو او د کرایې لایحې پلي کولو څخه ارزونه وشوه.
همدا ډول په یاده څارنه کې د لایزري څراغونو لرې کولو، د مسافرو خوندي لېږد او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه موټرچلوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه لازمې لارښوونې او سپاښتنې وشوې.
///////////////
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د #بادغیس ولایت قلعهنو هوايي ډګر د ۳۶۰ مترو په اوږدوالي د چاپېرېدونکي فینس دېوال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه چې د هوايي ډګر د امنیت او ساتنې د پیاوړتیا په موخه پلې شوې تمه ده، د هوايي ډګر تاسیساتو او زیربناوو په خوندي ساتنه کې به مهم رول ولوبوي.
ویډیو ⬇️