د تخنیکي وړتیاوو لوړولو په موخه د کمپيوټري پروگرامونو ښوونیز سمینار پیل شو

نیټه: 1405-03-26 سه‌شنبه

د کارکوونکو چارو ریاست لخوا، د وزارت بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته د اداري او تخنیکي وړتیاوو او ظرفیت لوړونې په موخه د کمپیوټري پروګرامونو دوه میاشتنی ښوونیز سمینار پیل شو. په دغه ښوونیزه دوره کې به ګډونوال د کمپیوټر بېلابېلو پروګرامونو په اړه په نظري او عملي ډول زده‌کړې او مهارتونه ترلاسه کړي چې ورسره به د کارکوونکو اداري او تخنیکي وړتیاوې لوړې شي. 


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته